د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د لغمان او ننګرهار ولایتونو له پوهنې مسئولینو سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۴:۲۱
wedfgh

د مولوي محمد نعیم عمیر په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی د یو لړ رسمي چارو ترسره کولو په موخه لغمان او ننګرهار ولایتونو ته ولاړ او هلته یې له پوهنې رئیسانو، د مرکز او ولسوالیو پوهنې آمرینو او د ښوونیزو بنسټونو له مسئولینو سره وکتل.

د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د خپل سفر اساسي موخې بیان کړې او دیادو ولایتونو پوهنې مسئولینو ته یې وویل، چې ورځنۍ دندې یوازې د الله تعالی د رضا لپاره ترسره، خپل صورت او سیرت د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» په سنتو برابر او ټول اعمال د شریعت په چوکاټ کې تنظیم او پلې کړي.

همدارنګه د یاد پلاوي د پوهنې ریاستونو چارواکو ته په ادارو کې د «اساسات اسلام » کتاب د تدریس توصیه هم وکړه.

له بلې خوا د لغمان او ننګرهار پوهنې مسئولينو يادو ولايتونو ته د ورغلي پلاوي له سفر څخه د هرکلي ترڅنګ، د دعوت او ارشاد ریاست د ټولو پلانونو د پلي کېدو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS