د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد نوی رئیس معرفي او په کار یې پیل کړ
په هغو مراسمو کې چې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د نوي رئیس، مولوي جمعه خان سروري د پېژندګلوۍ په مناسبت جوړ شوي وو، پکې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید، د یاد وزارت ستر سلاکار مولوي عزیز احمد ریان او د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست کارکوونکو ګډون درلود.
غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د پوهنې وزارت د ښوونې او رزونې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید، په خپلو خبرو کې د اداري چارو دلاښه والي لپاره تقرر او تبدیلي یو اداري اصل وباله.
دغه راز نوموړي د پخواني رئيس مولوي عبدالحي حازم کړنې او خدمتونه وستایل او د.ا.ا.عالي رهبرۍ د حکمونو په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت ګړنلارو په تطبیق کې یې، د دعوت او ارشاد نوي رئیس مولوي جمعه خان سروري ته، د لوی خدای(جل حلا له) له دربار څخه د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه.
په ورته مهال د پوهنې وزارت ستر سلاکار مولوي عزیزاحمد ریان د دعوت او ارشاد نوي رئیس مولوي جمعه خان سروري ته د مبارکۍ ترڅنګ، د نوموړي د مقررۍ مکتوب او د هغه ژوندلیک ولوست.
په پای کې د دعوت او ارشاد نوي رئیس مولوي جمعه خان سروري، د .ا.ا. له عالي رهبرۍ په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت له اعتماد څخه د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې له خپلې پوهې او تجربې څخه په استفادې سره به، د اسلام د سپېڅلي دین د احکامو په رسولو او د ټولنې د ناخوالو له منځه وړلو کې نه ستړې کيدنکې هلې ځلې وکړي.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
