په شمالي زون ولایتونو کې د ښوونکو وړتیا لوړولو لپاره روزنیز ورکشاپونه جوړ شول
پوهنې وزارت، د همکارو ادارو په ملاتړ، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا کارکوونکو لپاره ۹ ورځني روزنیز ورکشاپونه په بلخ او پروان ولایتونو کې پیل کړل.
په دغو ورکشاپونوکې د شمالي زون له پنځو ولایتونو (بلخ، سمنگان، جوزجان، فاریاب او سرپل) څخه د ښوونکو د روزنې، مسلکي پراختیا او د ښوونې او روزنې آمریتونو ۱۰۹ تنه غړي او ۶۶ تنه نور د پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو څخه برخه لري.
د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې ویناوالو د ښوونکو د وړتیا لوړول او پوهنیز کیفیت ښهوالی د اسلام د سپېڅلي دین په رڼا کې یو حیاتي امر وباله او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د یادو علمي ورکشاپونو له زدهکړو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
