د پوهنې وزارت د دیني مدارسو او دارالحفاظونو محترم رئیس د خوست ولایت دیني مدارسو د ازموینې له پروسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۴:۴۳
سظیبظیطب

د پوهنې وزارت د دیني مدارسو او دارالحفاظونو رئیس محترم مولوي عبدالرزاق صدیق د خوست ولایت په مدارسو کې د ثانويه او مافوق ثانویه ازموینو د ترسره کولو له پروسې څخه لیدنه وکړه.
نوموړي وویل چې یادې ازموینې په ټول ملک کې په یو وخت پیل شوې او اساسي موخه یې د طلابو عادلانه ارزونه ده.
د خوست ولایت پوهنې رئیس محترم شیخ مسلمین راشد د پوهنې وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې، ازموینې به په عادلانه او بشپړ خوندي ډول ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

په زابل ولایت کې د څه باندې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د ګلزار کلي د ګلزار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۱.۵ جریبه ځمکه کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه. . .

BACK TO NEWS