د پوهنې وزارت د رهبرۍ له لوري ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې د یاد وزارت د کارونو او لاسته راوړنو کلنی راپور ملت ته وړاندې شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۶:۳۸
123

یاد پروګرام چې د حکومت د نشراتو او رسنيو په مرکز کې جوړ شوی و، پکې د پوهنې وزارت معینانو، د وزارت مقام د دفترسرپرست او لوی سلاکار او د یاد وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رئیس هم ګډون درلود.
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله اخند زاده په خپلو خبرو کې وويل، پوهنه د دولت له مهمو او اساسي بنسټونو څخه ده، نو له دې جهته د افغانستان .ا.ا په  دوامدار ډول د هېواد د ټولو بچیانو د ښوونې او روزنې لپاره د هر اړخيزو ښوونیزو پروګرامونو په پام کې نيولو سره کار او هلې ځلې کوي.
نوموړي د پوهنې وزارت د تېر يو کال د کارونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیزمعلومات وړاندې کړل او ويې ويل؛ چې همدا اوس د هېواد په ګوټ ګوټ کې په ټوليزه توګه د ښوونې او روزنې  ۱۹۵۷۱دولتي او خصوصي بنسټونه فعال دي، چې د سږ کال د ۱۲۵۶۰۷۵نویو زده کوونکو په جذب سره چې ۵۵۶۸۰۱ يې نجونې دي، ټول شمېر۱۰۵۵۴۰۶۳ زده کوونکو ته ورسېد او د ۲۴۱۰۲۱ ښوونکو له لوري ورته تدریس کېږي. 
 د اسلامي زده کړو معین زیاته کړه، په ټولیز ډول د اسلامي زده کړو د طالب العلمانو شمېر په دولتي او خصوصي مرکزونو کې ۳۳۰۹۵۰ تنو ته رسیږي چې ۹۴۴۶۲ تنه يې نجونې دي او د اسلامي زده کړو په ۱۱۴۲ مرکزونو کې زده کړې کوي.
دغه راز نوموړي وویل: چې په ښوونخیو کې د تدریس او زده کړې د بهیر له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، له ۱۶۰۳۰ بابه ښوونځیو، ۲۴۴۱ کلیوالي او د چټګو زده کړو له ټولګیو او له ۳۸۹ د سواد زده کړې له کورسونو څخه ښوونیزه څارنه ترسره شوې او د تدریس او زده کړې بهیر د لا ښه والي په موخه یې، مسئولینو ته لازمې سپارښتنې شوي دي.
مولوي آخند زاده څرګنده کړه، چې په تېر يو کال کې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د پوهنې وزارت د تدريسي او اداري په ګډون څه نا څه  ۱۰۰ زره نوي بستونه اعلان ته سپارل شوي وو، چې په یادو بستونو کې د آزادې سيالۍ له لارې د وړ کسانو ګمارلو بهیر دوام لري.
د پوهنې وزارت معين وويل: چې د ښوونیز پلان د بیا کتنې او اصلاح تر نامه لاندې دوې کمېټې جوړې شوې دي چې لازم اصلاحات پکې راوړل شوي دي او له لومړي تر درېیم ټولګي پورې د مدارسو شپږ عنوانه د ریاضی درسي کتابونه په پښتو او دري ژبو، د کلیوالي مدارسو ۱۸ عنوانه کتابونه (حدیث، نبوي سیرت، تعلیم الاسلام)په پشتو او دري ژبو او له لسم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د درېیمو (اوزبکي، پشه يې او شغناني) ژبو درسي کتابونه بیاځلې کتل شوي او محتوايې او املايې غلطي يې اصلاح شوې ده.
د غه راز نوموړي، د کندهار، فراه، کابل ښار، ارزګان، خوست، سمنګان او کنړ ولایتونو کې د ۱۶ ښوونځیو جایدادونو په تړاو چې د غاصبینو له لوري نیول شوي وو د بېرته راګرځولو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د لوګر ولایت د ښوونکو د ښارګوټي ۱۵۷۸ جریبه ځمکه چې د غاصبینو له لورې نیول شوې وه بیرته اخیستل شوې ده.
همدارنګه نوموړي وویل چې د کارکوونکواو ښوونکو معاشونه په خپل وخت ورکړل شوي او د ښوونکو د صندوق دبودیجې په کود کې ۳۶۷۰۰۰۰۰۰ (درې سوه اووه شپیته میلیونه) افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.
هغه دغه راز د پوهنې وزارت د بېلابېلو برخو د لاسته راوړنو په اړه څرګندونې وکړې او ويې ويل: چې د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د پوهنیز نظام د زيات پرمختګ او ښه والي په لاره کې جدي هلې ځلې کوي.
ورپسې د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت معین مولوي عبدالخالق صادق، د دوولسم ټولګيو فارغانو ته د شهادتنامو په وېش کې د آسانتياوو رامنځته کېدو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د شهادتنامو د معیاري کولو او چټک وېش په موخه یې، د افغان پست له شرکت سره هوکړه لیک لاسلیک کړی چې له امله به یې د ولایتونو د دوولسم ټولګيو فارغان وکولای شې ترڅو په خپل ولایت کې شهادتنامې ترلاسه کړي.
د پروګرام په پای کې د پوهنې وزارت د مقام د دفترسرپرست او لوی سلاکار او معین صاحبانو له لوري د خبریالانو پوښتنو ته لازم ځوابونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۵۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو او پوهنې کارکوونکو لپاره علمي برنامه جوړه شوه

د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ پوهنې آمریت لخوا، د یو شمېر ښوونکو او اداري کارکوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د «ښوونه او روزنه کې نوښت» تر سرلیک لاندې علمي برنامه جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او امل‍اکو د ساتنې او مراقبت رئیس د یوه دارالعلوم ترمیماتي پروژه وڅاره

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، له خپل مل تخنیکي پلاوي سره د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله علیه) له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۴۳
Background image

په بامیان کې د حیاتي سواد زده‌کړې ټولګیو ته حرفوي وسایل ووېشل شول

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوند حیاتي سواد زده‌کړې ټولګیو د عملي زده‌کړو پیاوړتیا او مسلکي مهارتونو پراختیا په موخه، یو شمېر حرفوي وسایل ووېشل شول.
د یادو وسایلو د وېش اساسي موخه د. . .

BACK TO NEWS