د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ ښوونيز مرکز اړوند دآنلاين زده کړو ډیجیټل اسټډیوګانې په رسمي ډول پرانیستل شوې
د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ ښوونيز مرکز د آنلاين زده کړو ډیجیټل اسټډیو ګانې په رسمي ډول، د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا له لوري، په داسې حال کې پرانیستل شوې، چې د ياد وزارت د ښوونکو مسلکي پراختيا او نصاب لوى رئیس الحاج مولوي ګل ایوبي او د دغه وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو هم حضور درلود.
ياد مراسم د قرآن کريم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول، ورپسې د آنلاين زده کړو اړوند د ډیجیټل اسټډیوګانو د کړنو وېډیويي راپور د ګډون والو په وړاندې ننداره شو.
په ياده غونډه کې د پوهنې وزارت سرپرست د ډيجيټل اسټډیوګانو د پرانيستنې پر مهال، د ښوونکو د مسلکي پراختيا او نصاب د لوى ریاست مشرتابه او کارکوونکو له هلو ځلو څخه د قدردانۍ ترڅنګ، د دغه اسټډیوګانو اهمیت په ډاګه کړ.
دغه راز نوموړي څرګنده کړه، دا لومړي ځل دى، چې د پوهنې وزارت په اډانه کې د آنلاين زده کړو په موخه ډیجیټل اسټډیوګانو سیستم تاسيس شوی دی.
په ورته وخت کې د ښوونکو د مسلکي پراختيا او نصاب لوى رئيس هم د پوهنې وزارت لپاره د يادو اسټډيوګانو د اړتيا په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې د آنلاين زده کړو ډيجيټل اسټډيوګانې د يونيسکو او آيسيسکو په مالي مرسته جوړې او پرانيستل شوې.
نوموړي زیاته کړه، د پوهنې وزارت په پام کې لري، تر څو دغه اسټډیوګانې د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب په ګډون د درسونو په ځانګړي ډول د فزیک، کیمیا، بیولوژي، ریاضي مضامينو د تجربو د ثبتولو لپاره وکاروي.
په پاى کې د پوهنې وزارت مقام له لوري د ياد رياست مسئولينو ته ستاينليکونه ورکړل شول.