د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رئیس په کندز کې له یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۹
ظزظ

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز د رئیس محترم عبدالوکیل الهام په مشرۍ پلاوي د کندز ولایت د ساینس مرکز او یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
پلاوي د یادو ښوونیزو مرکزونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د ساینس، ریاضي او کمپیوټر درسونه تر خپلې وسې په عملي ډول تدریس او له شته درسي وسایلو او امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه واخلي، څو د زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو او مهارتونو د لا پیاوړتیا زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

په میدان‌وردګ کې د یوه ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د میدان‌وردګ ولایت حصه اول بهسودو ولسوالۍ اړوند دهن ګرم‌آب ښوونځي ودانۍ د پوهنې وزارت له مېزانیې څخه د ۱۵۷ زره افغانیو په لګښت په اساسي ډول بیاورغول شوه او د پوهنې مسوولینو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۴:۵۵
Background image

په سوېل ختیز زون کې د اغېزمنې زده‌کړې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او مسلکي پراختیا د لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول‌ګل ایوبي او د پکتیا، پکتیکا، غزني او خوست ولایتونو پوهنې مسوولینو په حضور کې، د یادو ولایتونو د تدریسي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۴:۵۲
Background image

د پوهنې وزارت مرکزي مسوولینو له لوري د سړو سیمو په ښوونځیو کې د کلنیو ازموینو بهیر څارل کېږي

د ملک په سړو سیمو کې د کلنیو ازموینو د درېیمې ورځې له پیل سره، په ښوونځیو کې د کلنیو ازموینو ترڅنګ د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو معیاري ازموینې هم روانې دي.
د ازموینو د بهیر د روڼتیا او. . .

BACK TO NEWS