د پوهنې وزارت د لیک لوست د زده کړې ریاست د رئیس په مشرۍ پلاوی خوست ولایت ته ورسېد

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۸/۷ - ۱۳:۳۱
8/5

دپوهنې وزارت د لیک لوست د زده کړې (سواد آموزي) ریاست د رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري په مشرۍ پلاوی د خوست ولایت ته ورسېد او د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مسئولینو سره یې ولېدل.
په یاده لیدنه کې دخوست ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو، د لیک او لوست د زده کړې د مرکزونو، د سیمه ایزو درسي ټولګیو، د چټکو زده کړو د مرکزونو او نورو تعلیمي ادارو د څارنې او ارزونې په پلان تفصیلي بحث وشو. یاد پلاوی په پام کې لري چې د خوست ولایت د پوهنې ریاست او د ولسوالیو د پوهنې د آمریتونو د تدریسي، اداري او مالي چارو بشپړ نظارت او ارزونه وکړي او راپور یې د پوهنې وزارت له مقام سره شریک کړي.
په یاد پلاوي کې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو، احصائیې او د ښوونکو د مسلکي پراختیا د ریاستونو استازي هم شامل دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS