د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
5415

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي همکارۍ ترسره کېږي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد د خلکو له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي چې د خلکو په ملاتړ د تعلیمي بنسټونو د ودې او پراختیا بهیر لاپسې چټک کېږي.
د بکخېل ولسوالۍ پوهنې آمر ویلي چې د یادې مدرسې لپاره د ۶ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې او همدارنګه به یو کتابتون هم جوړ شي، تر څو زده کوونکي د مطالعې لپاره له یو مناسب ښوونیز چاپېریال څخه برخمن شي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د همدې ولایت په اومنه ولسوالۍ کې د خلکو په همکارۍ د یوې مدرسې او یو محراب جومات جوړولو کارونه پیل شوي وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS