د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او د ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست پلاوي، د هېواد یو شمېر ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۹:۳۰
dfghn
د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او د ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست اړوند د ۴۲ تنو کارپوهانو، متخصصینو او علمي غړو ګډ پلاوي، خوست، کاپیسا، نورستان، هرات، سمنګان او بلخ ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې، د ښوونځیو د درېیمو ټولګيو د زده کوونکو تعلیمي کچه و ارزوله او د شپږم ټولګي د څلور نیم میاشتنو آزموینو پایلې یې هم وڅارلې.
د دغو سفرونو په ترڅ کې پلاوي د يادو ولايتونو د پوهنې رياستونو له رئيسانو او يو شمېر نورو مسئولينو سره وکتل او د ښوونکو تدریسي کيفيت او د زده کوونکو د ښوونیزې کچې د لوړوالي په اړه يې د علاقې وړ موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
له بلې خوا د يادو ولايتونو د پوهنې رئيسانو د دغه پلاوي له سفر څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه وکړه، چې له زده کوونکو څخه د آزموينې اخيستلو د لارښوونو د پلي کولو او د هغوى د څارنې په برخه کې به له پلاوي سره هراړخیزه همکاري وکړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۲۹
Background image

په بلخ ولایت کې ښوونځیو ته د څه باندې ۹۵.۱ میلیون افغانیو په ارزښت درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

څه موده مخکې د يو همکار بنسټ لخوا، د بلخ ولایت پوهنې ریاست ته د ۹۵ میلیونه او ۱۴۵ زره افغانیو په ارزښت قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ورکړل شوي وو، چې اوس د یاد ولایت ۲۵۲ زره زده‌کوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۲۴
Background image

د مدارسو او ښوونځیو لپاره د ځمکو د وقف په لړۍ کې; دا ځل د هرات ولایت پوهنې ته څلور نیم جریبه ځمکه وقف شوه

د هېواد د ښوونیز نظام پیاوړتیا لپاره د خلکو د همکاريو په دوام، دا ځل د هرات ولایت د اوبې او ادرسکن ولسوالیو معارف‌پالو اوسېدونکو، ټولټال شاوخوا څلور نیم جریبه ځمکه چې ارزښت یې یو میلیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۰
Background image

د ولس په همکارۍ په پکتیا ولايت کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز اړوند د محمودکلا منځني ښوونځي لپاره د ولسي خلکو په مالي همکارۍ د ۱.۱ میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ شپږ درسي. . .

BACK TO NEWS