د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، د سرپل ولایت د ط.الب العلمانو آزموینې وڅارلې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۱:۲۷
25

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین «ثاقب» چې د پوهنیزو چارو ارزونې په موخه سرپل ولایت ته تللی، د یاد ولایت له پوهنې رئیس، مسئولینو، د سیمه ییزو ادارو چارواکو او دیني علماءکرام سره د لیدنې ترڅنګ، د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو آزموینې بهیر څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د دې لیدنو پر مهال حاضرینو ته عالمانه ویناوې وکړې او په هغه ناسته کې یې چې د پوهنې له رئیس او مسئولینو سره یې درلوده، د ښوونیز او روزنیز وضعیت په اړه تفصیلي خبرې وکړې، د هغوی نظریات او وړاندیزونه یې واورېدل او د ستونزو په حل کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS