د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ډومین سیسټم طرحې په اړه غونډه ترسره شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۸
854854

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مشرۍ، د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ډومین سیسټم طرحې په اړه د اړوندو وزارتونو او ادارو د استازو په ګډون غونډه ترسره شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین ګډون‌والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې طرحې پر اهمیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د اداري چارو په ترسره کولو کې دې صداقت، ژمنتیا، اسانتیا او اخلاص ته ځانګړې پاملرنه وشي.
ورپسې د نتایجو او شهادتنامو رئیس محترم مولوي عبدالقدیم محمد آخندزاده د ډومین سیسټم طرحه تشریح کړه او د یاد ریاست د کاري موخو، اوسني وضعیت، پرمختګونو او ستونزو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. 
نوموړي زیاته کړه، چې د ډومین سیسټم طرحې تطبیق به په ملي او نړۍواله کچه د نتایجو او شهادتنامو د آنلاین تصدیق او رسولو، روڼتیا، د وخت سپما او اداري نظم په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
په پای کې د ګډون‌والو ترمنځ د طرحې پلي کېدو په اړه هراړخیز بحثونه ترسره او د عملي کېدو په موخه یې لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد. . .

BACK TO NEWS