د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست پلاوي هرات ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د رئیس محترم مولوي عبدالقدیم محمد آخندزاده په مشرۍ یو پلاوی د چارو د اسانتیا، د ستونزو حل او د نتایجو او شهادتنامو برخې د کارکوونکو وړتیا لوړولو په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.
پلاوي د خپل کاري سفر په پیل کې د هرات ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني او د یاد ریاست له آمرینو سره وکتل او د خپل سفر موخې یې ورسره شریکې کړې.
په یاده لیدنه کې د هرات پوهنې رئیس د پلاوي هرکلی وکړ او د کاري پلان د پلي کېدو لپاره یې د هر اړخیزې همکارۍ او اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.
