د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختيا لوی رئيس پروان ولایت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختيا لوی رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي په مشرۍ پلاوی د يو لړ رسمي چارو تر سره کولو په موخه پروان ولایت ته ورسېد.
په پيل کې نوموړي د یاد ولایت
د پوهنې مشر تابه، مسئولينو او د ښوونکو د مسلکي پراختيا له علمي غړو سره په کتنه کې، د یو شمېر مهمو موضوعاتو په تړاو تفصيلي خبرې وکړې.
په يادو ناستو کې پلاوي، د ولسوالیو د پوهنې له آمرينو سره د دوامداره همکارۍ او د ښوونکو د مسلکي پوهې د لوړولو په برخه کې مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ورپسې د پروان ولایت پوهنې ریاست مسئولینو د ښوونيز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختيا لوی رئیس ته ښه راغلاست ووایه او د ۱۴۰۳ ښوونيز کال لپاره یې د دغه ریاست پروګرامونه او پلانونه له پلاوي سره شریک کړل.
د ياد سفر په دوام د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختيا لوی رئیس، په داسې حال کې چې د پروان ولايت پوهنې ریاست مسئولینو يې هم ملتیا کوله، د ۳۰۰ تنو ښوونکو د وړتيا لوړونې له ۱۲ ورځني سیمینار څخه چې د پوهنې وزارت له لوري د يو همکار بنسټ په ملاتړ جوړ شوی و، ليدنه وکړه.
دغه راز نوموړي کارکوونکو ته د ښه چلند او د خپلو دندو د ترسره کولو لارښوونه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، تر څو په خپلو ورځنیو چارو کې نظم او اداري اصول مراعات کړي.