د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب لوى رئیس بلخ ولایت ته ولاړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۲:۱۵
22

 د پوهنې وزارت د نصاب لوى رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته رسمي سفر  وکړ.
 نوموړي د ياد سفر په ترڅ کې د بلخ، سمنګان، فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو د پوهنې له رئیسانو سره په داسې حال کې وکتل، چې د یادو ریاستونو د مسلکي پراختيا غړو هم حضور درلود.
په پيل کې د بلخ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ، ښوونه او روزنه د ټولنې بنسټ وباله او د پوهنې له ټولو مسئولینو، علماوو او استادانو څخه یې وغوښتل، تر څو د هېواد بچيانو د سالمې روزنې په برخه کې خپلې هڅې لا پسې زیاتې کړي.
 ورپسې د پوهنې وزارت د نصاب لوى رئیس محترم مولوي اول ګل ایوبي د خپل سفر موخه، د مسلکي پراختيا د نوي ریاست د کړنلارې پلي کول وبلل او دغه پروګرام يې د ښوونکو د روزنې په نسبت د یو پرمختللي پروګرام په توګه ياد کړ.
دغه راز نوموړي ډاډ ورکړ چې د ښوونکو د مسلکي کولو په پروګرام کې به د تجربه لرونکو استادانو څخه کار واخيستل شي.
 نوموړي د ښوونکو د مسلکي پراختيا موخه د بې ځایه لګښتونو مخنیوی او په پوهنيزنظام کې د اصلاحاتو راوستل وبلل.
په پاى كې نوموړي د ښوونکو د روزنې د استادانو او د پوهنې د څارنې د غړو په مناسبو بستونو کې د ټاکلو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS