د پوهنې وزارت د ښوونکو او اداري ۸۱۶۵ خالي بستونو لپاره د رقابتي آزموینې پایلې اعلان شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۴:۲۳
bn

د پوهنې وزارت د ښوونکو او اداري ۸۱۶۵ بستونو (۸۰۸۶ د ښوونکو او ۷۹ اداري) لپاره د رقابتي آزموینې پایلې، چې مخکې اخیستل شوې وه، نن د یوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.

په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت معینانو، یو شمېر مرکزي رئیسانو او د آزموینو ملي ادارې لوی رئیس شیخ عبدالباقي حقاني ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، ګډون والو، مېلمنو او خبریالانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې رقابتي آزموینې اخیستلو پروسه بریالۍ وبلله، او څرګنده یې کړه: پورته ذکر شوې آزموینې د آزموینو ملي ادارې په همکارۍ، په ښه نظم او بشپړې روڼتیا سره واخیستل شوې؛ چې په دې برخه کې د آزموینو ملي ادارې د مشرتابه او مسئولینو له همکارۍ څخه مننه کوم.

ورپسې، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید د موضوع په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د پورته ذکر شویو بستونو لپاره د آزاد رقابت پروسه کې ۳۵۶۴۰ تنو نوماندانو ګډون کړی وو، چې په ترڅ کې یې وړ او بااستعداده کسان بریالي شول.

په ورته مهال د آزموینو ملي ادارې لوی رئیس هم د همدغې آزموینې په اړه معلومات وړاندې کړل، ویې ویل: د یو پیاوړي او حساب ورکوونکي ښوونیز سیسټم رامنځته کول کار اهل کار ته د سپارلو اصل پلي کولو ته اړتیا لري، چې په پوهنې وزارت کې د وړتیا او لیاقت پر بنسټ د علمي کادرونو ګمارنې پروسه یې ښکاره بېلګه ده.

دغه راز د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رئیس مفتي حبیب الله «نوري قتاده» هم د یادې آزموینې د روڼتیا او اړتیا په اړه خبرې وکړې او د افغانستان علم پروره ملت ته یې په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې د معیاري نمرو په ترلاسه کولو کې بریالي شوي، مبارکي وویله.

مراسم د عائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳۷
Background image

په پکتیکا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل: د اومنې ولسوالۍ اړوند د احسن العلوم دیني مدرسې لپاره، د سیمې د خلکو په مالي همکارۍ د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ودانۍ جوړیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳۳
Background image

د سرپل ولایت په اړوندو سیمو کې یوه دیني مدرسه جوړېږي

د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ په اړوندو کې د «حقانیه مدرسې» جوړولو چارې، د یادې ولسوالۍ د علم‌دوسته خلکو په مالي همکارۍ او هڅو، د ۵۵۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت په رسمي ډول پیل شوې.
د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳۰
Background image

د زابل ولایت په دوو ښوونځیو کې زده‌کوونکو ته د پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې

د زابل ولایت مرکز قلات ښار اړوند د سرآسپ او رحمن مېنې ښوونځیو زده‌کوونکو ته د شاوخوا ۵۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیاوې برابرې شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست. . .

BACK TO NEWS