د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست اړوند اسلامي څانګې مسوول غزني ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست د اسلامي څانګې مسوول محترم مولوي محمد عاقل روحاني، د صنفي اصولو د زدهکوونکو ارزونې په موخه غزني ولایت ته سفر وکړ.
نوموړي ياد ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسيني سره وکتل.
په دې لیدنه کې د غزني ولایت مرکز سربېره په قرهباغ، دهیک او اندړو ولسوالیو کې د صنفي اصولو د زدهکوونکو د چټکې ارزونې د موخو او تطبیقي پلان په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
د دغې ارزونې اساسي موخه د صنفي اصولو د زدهکوونکو د اوسني ښوونیز وضعیت معلومول، د هغوی د زدهکړې کچې ارزول او د تدریسي بهیر د کیفیت په اړه د کره معلوماتو راټولول دي، څو د ترلاسه شویو پایلو پر بنسټ د ښوونیزو چارو لا ښه والي لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
ټاکل شوې ده، چې یاده ارزونه د شپږو کاري ورځو په ترڅ کې د شپږو ځانګړو کاري ټیمونو له لوري ترسره شي، چې څلور ټیمونه به د هلکانو او دوه نور ټیمونه به د نجونو د صنفي اصولو زدهکوونکو ارزونه ترسره کړي.
