د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار اړوند غلام حیدرخان عالي لېسې له آزموینو بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۲۰
یب

د پوهنې وزارت د ښوونې او رزونې محترم الحاج مولوي سخاء الله سعید، په داسې حال کې چې د کابل ښار پوهنې مسئولینو یې ملتیا کوله، د غلام حیدرخان عالي لېسې د زده‌کوونکو له څلور نیم میاشتنیو آزموینو څخه لیدنه وکړه.
د پوهنې وزارت محترم معین د یادې لېسې له مسئولینو سره تر لیدنې وروسته، د آزموینې په پروسه کې د مناسبې فضا او روڼتیا، د زده‌کوونکو لپاره د سالم ښوونیز چاپېریال برابرولو په اړه مفصلې خبرې وکړې او ورپسې ټولګیو ته لاړ او د زده‌کوونکو آزموینې بهیر یې له نږدې وڅاره.
د دغې لیدنې پرمهال د کابل ښار پوهنې چارواکو او د لېسې مشرتابه هر یو د پوهنې قدرمن معین ته ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ چې د تل په څېر به خپلې دندې په صادقانه او وفادارۍ سره د اصولو سره سمې ترسره او د زده‌کوونکو د پوهې کیفیت لالوړولو په برخه کې به خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS