د پوهنې وزارت د کیفیت تضمين معين، د کابل ښار له عبدالرحیم شهید لېسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۹:۵۶
123

 د پوهنې وزارت د کیفیت تضمين معين الحاج مولوي عبدالخالق صادق، په داسې حال کې چې د کابل ښار پوهنې رئیس او د ياد وزارت یو شمېر مسئولینو يې ملتیا کوله، د کابل ښار له عبدالرحیم شهید  لېسې څخه لیدنه وکړه.
  د پوهنې مسئولینو په خبره، د پوهنې وزارت د معين د لیدنې موخه، د يادې لېسې د ښوونکو او زده کوونکو د ستونزو او وړاندیزونو څېړل او آورېدل وو.
 په هغه غونډه کې چې د پلاوي د هرکلي لپاره جوړه شوې وه، پکې د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت معين ښوونکو ته په خطاب کې وویل:( د ښوونکي دنده یوه سپېڅلې او د پیغمبرانو دنده ده او په تاسې لازمه ده چې د هېواد بچيان له هر ډول تبعيض پرته، په ديني او اسلامي روحيه وروزئ.)
 ده څرګنده کړه: د پوهنې وزارت رهبري ژمنه ده، چې د شته امکاناتو په لرلو سره د هېواد بچيانو لپاره د متوازنې زده کړې زمینه برابره کړي.
 ورپسې د عبدالرحیم شهید لېسې آمر د ښوونکو او زده کوونکو په استازیتوب، د پوهنې وزارت د رهبرۍ له هڅو څخه مننه وکړه او د ښوونځي يو لړ ستونزې او نيمګړتياوې يې پلاوي ته وړاندې کړې.
  د دې غونډې په دوام، نوموري د يادې لېسې د ښوونکو د تدریس بهیر او د ټولګیو نظم له نيږدې وليد او د هغوی ستونزې يې وارزولې.
 په پای کې د پوهنې وزارت پلاوي د لېسې له مسئولینو سره ژمنه وکړه، چې د شته ستونزو په حل کې به همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

پکتیکا کې د زده‌کوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې د زده‌کوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو زده‌کوونکو خپلې بېلابېلې علمي او تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۵۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو او پوهنې کارکوونکو لپاره علمي برنامه جوړه شوه

د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ پوهنې آمریت لخوا، د یو شمېر ښوونکو او اداري کارکوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د «ښوونه او روزنه کې نوښت» تر سرلیک لاندې علمي برنامه جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او امل‍اکو د ساتنې او مراقبت رئیس د یوه دارالعلوم ترمیماتي پروژه وڅاره

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، له خپل مل تخنیکي پلاوي سره د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله علیه) له. . .

BACK TO NEWS