د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین بامیان ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته لاړ او هلته يې له پوهنې مسوولینو سره وکتل.
نوموړي د لیدنې پر مهال کارکوونکي د آمرینو اطاعت، له مراجعینو سره نېک چلند، د اصولو رعایتولو او اداري مسوولیتونو ته د لومړیتوب ورکولو په برخه کې وهڅول او ټینګار یې وکړ، چې اداري چارې باید په جدیت، صداقت او مسوولیتپالنې سره پر مخ یووړل شي.
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو په موخه د دغه وزارت مسلکي برنامو ته په اشارې سره، د معیاري ازموینو ترسره کول د پوهنې وزارت له مهمو اقداماتو څخه وبلل او ویې ویل:" ټاکل شوې په راتلونکو کلونو کې دغه بهیر د لېسې په ټولو دورو کې هم پلى شي."
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین او ورسره مل پلاوي په بامیان ولایت کې له ښوونیزو بنسټونو او د لسم ټولګي د معیاري ازموینو له بهیر څخه هم څارنه وکړه او د چارو د لا ښه ترسره کېدو په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
