د پوهنې وزارت سرپرستې د زرغونه عالي لیسې څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینه حمیدي نن سهار د زرغونه عالي لیسې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د پوهنې وزارت سرپرستي د دې ښوونځي زده کونکو باندې غږ وکړ چې د ستونزو پروړاندې ودریږي او هدف ته د رسیدو یوازینۍ لار په توګه درسونه او روزنه تعقیب کړي.
میرمن حمیدي د دې ښوونځي زده کونکو ته وویل: چې د وزیر په حیث نه، بلکه د دوی د معنوي مور په حیث خپلې ستونزې له کومې ویرې پرته له هغې سره شریکې کړي.
د پوهنې وزارت سرپرستې د دې ښوونځي پر ښوونکو غږ وکړ چې د افغانستان د ماشومانو د تعلیم په برخه کې هڅې وکړي.
د میرمن حمیدي په وینا، دا د پوهنې وزارت مسوولیت دی چې د افغانستان ماشومانو او ځوانانو ته د ورځې د معیارونو سره سم ښوونه او روزنه ورکړي او د هغوی د ودې لپاره مناسب او خوندي شرایط برابر کړي.
د پوهنې وزارت سرپرستې د دې ښوونځي د ښوونکو ستونزې هم واورېدې او ژمنه یې وکړه چې هڅه به وکړي د ښوونکو ذهنونه د ژوند له ورځنۍ ستونزو څخه آزاد کړي او هغوی ته آسانتیاوې برابرې کړي.
د دې ښوونځي ښوونکو او زده کونکو د پوهنې وزارت د سرپرستې د شتون هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دا لومړی ځل دی چې د پوهنې وزارت رهبري په مستقیم ډول د ښوونکو او زده کونکو ستونزې او شکایتونه څیړي او زیاته یې کړه چې د زده کونکو ترمینځ د پوهنې وزارت د سرپرستې شتون د خلکو او د وزارت د مشرتابه تر منځ د واټن له مینځه وړو په معنی ده.