د پوهنې وزارت سرپرست د اسلامي زده کړو او ښوونکو د روزنې څانګو د نتایجو او شهادتنامو برېښنایي سیسټم پرانیست

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۵:۳
125

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو او د ښوونکو د روزنې څانګو د نتایجو او شهاتنامو برېښنایي سیسټم د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې، دیاد وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا له خوا په رسمي ډول پرانیستل شو.

په یاده غونډه کې د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د دغه وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو ، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور او د یو شمېر نورو وزارتونو لوړ پوړو مېلمنو هم حضور درلود.

په پيل کې د پوهنې وزارت سرپرست مېلمنو او په غونډه کې حاضرو کسانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په بېلابېلو برخو کې پرمختګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: د افغانستان.ا.ا. د بریالیتوبونو ستر لاملونه کار اهل کار ته سپارل او د مسئولینو ترمنځ په ورځنیو دندو کې د اخلاص، شفقت او پاک احساس شته والی دی.

ورپسې د چارو ادارې لوی رئیس هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او وې ویل: د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د نتایجو او شهادتنامو په برخه کې د برېښنایي سیسټم جوړېدل یو نوښت دی، چې په اداري او نورو چارو کې د آسانتیاوو برابرولو او روڼتیا ته لاره پرانیزي.

نوموړي له مسئولینو وغوښتل چې خپلې ورسپارل شوې چارې په ډېر صداقت او اخلاص سره سرته ورسوي.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین او نورو ویناوالو هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او دغه برېښنايي سیسټم یې د نتایجو او شهادتنامو د روڼتیا، ساتنې، په وېش کې د چکټیا او نورو برخوکې خورا مهم وباله.

دغه راز په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت مشرتابه، د کیفیت تضمین معین او یو شمېر هغو کارکوونکو ته چې د یاد سیسټم په تاسیس او جوړولو کې یې زیار ایستلی وو، ستاینلیکونه او د اعزاز پګړۍ ورکړل شوې.

په پای کې په نمونوي ډول د مدارسو ۱۰ تنو فارغانو ته برېښنايي شهادتنامې هم ووېشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې‌دوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS