د پوهنې وزارت سرپرست د افغانستان د اقتصادي ودې په لومړي ملي کنفرانس کې ګډون وکړ 

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۹:۳
123

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي "د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه لومړي ملي کنفرانس" کې چې د پکتیا پوهنتون په انګړ کې د افغانستان.ا.ا. لوړپوړي مېلمنو،استادانو،علماوو او مشرانو په حضور سره دایر شو، ګډون وکړ.
د پوهنې وزارت سرپرست یاد کنفرانس ته د خپلې وینا په ترڅ کې، په دې ستره علمي غونډه کې له ګډون څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: زموږ غوښتنه له هغو علمي کادرونو څخه کوم چې د اقتصاد، طب، انجنیرۍ او... برخو کې یې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه زده کړې کړې، دا ده چې  همدا یې وخت دی، تر څو د هېواد د بیارغونې او پرمختګ په برخه کې خپل پلانونه چمتو او پلي کړي، نو په دې توګه به د یوه زړور ملت، آزاد هېواد او خپل اسلامي نظام حق پوره کړي.
نوموړي زیاته کړه: پرمختللی اقتصاد د هرې انساني ټولنې اړتیا ده، نو موږ او تاسو مکلفیت لرو چې په دې برخه کې کار او جدي هڅې وکړو.
همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست د هېواد ځوانو کادرونو ته خطاب وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې زموږ علمي کادرونه به په مسلکي برخو کې هراړخیزې څېړنې وکړي او د هېواد ځوانان او راتلونکي نسلونه به د اسلام او هېواد پالنې په روحیه وروزي، تر څو په راتلونکي کې د هېواد او خلکو د ښه خدمت په موخه باید د حکومتولۍ په بېلابېلو برخو کې د علمي کادرونو له کمښت سره مخ نه شو.
د پوهنې وزارت د سرپرست خبرې د ګډون والو له لوري په دقت او ځانګړې پاملرنې سره واورېدل شوې او د نوموړي له ګډون څخه په یاده علمي غونډه  کې قدرداني او ستاینه وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS