د پوهنې وزارت سرپرست د جلریز ولسوالي له ولسي مشرانو او ښوونکو سره وکتل
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالي د سنګ لاغ درې له ولسي مشرانو او ښوونکو سره د پوهنې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.
په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست راغليو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنې په برخه کې د دوی له ملاتړ څخه يې خوښي څرګنده کړه.
ورپسې راغلیو مېلمنو د خپلې سیمې د ښوونځیو ستونزې شریکې او د حل کېدلو غوښتنه يې وکړه.
د پوهنې وزارت سرپرست د دوی د ستونزو د حل کولو ژمنه وکړه.