د پوهنې وزارت سرپرست د فاریاب ولایت له پوهنې مسئولینو، علماءکرامو او بانفوذه شخصیتونو سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۲:۴۴
HGF

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، چې د فاریاب ولایت د تعلیمي وضعیت ارزونې، تعلیمي پروژو پرانیستلو او ځینو رسمي چارو ترسره کولو په موخه یې یاد ولایت ته سفر کړی، نن یې د همدغه ولایت د کنفرانسونو په تالار کې د پوهنې مسئولینو، علماءکرامو، بانفوذه شخصیتونو او د سیمه ییزو ادارو له چارواکو سره د یوې لویې غونډې پر مهال، د هېواد د پوهنیز نظام د کمي، کیفي او متوازن پرمختګ لاښه والي لپاره د پوهنې وزارت د پلانونو او پروګرامونو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ چې د دیني علومو سربېره، د عصري علومو زده کړه هم زموږ د ټولنې یو له مهمو اړتیاوو څخه ده؛ نو د یاد وزارت یو له مهمو لومړیتوبونو څخه په هېواد کې د مدارسو او ښوونځيو په ګډون د ټولو تعلیمي مرکزونو ترمنځ د بشپړ یووالي فضاء رامنځته کول دي.

نوموړي د ټولنې په اصلاح کې د علماءکرامو رول ته په اشارې سره څرګنده کړه: "لله الحمد؛ علماءکرام په اسلامي نظام کې کلیدي نقش لري او په علماءکرامو، چارواکو او ښوونکو غږ کوم، چې د علم او پوهې د کمي او کیفي کچې لا لوړولو او پرمختګ لپاره خپلې هڅې لاپسې زیاتې کړي.

د غونډې په دوام، د فاریاب ولایت یو شمېر چارواکو، علماءکرامو او علمي شخصیتونو په خپلو ویناوو کې، یاد ولایت ته د پوهنې وزارت د سرپرست له سفر تود هرکلی وکړ او د همدغه وزارت د مشرتابه له هغو هڅو څخه یې مننه وکړه، کوم چې په یاد ولایت کې یې د مدارسو او ښوونځیو د پراختیا او د دوی د ماشومانو لپاره د ډېرو تعلیمي آسانتیاوو برابرولو په برخه کې یې کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS