د پوهنې وزارت سرپرست د میدان وردګ ولایت د علماءکرامو له آزموینې بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۴
14

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا چې د ثانويه او مافوق ثانویه مرحلو د آزموینو تنظیم، ترتیب او ارزونې په موخه میدان وردګ ولایت ته تللی، د یاد ولایت د پوهنې مسئولینو او علماءکرامو په ملتیا یې د مدارسو د ط.الب العلمانو له آزموینې بهیر څخه لیدنه وکړه.

د پوهنې وزارت سرپرست د یادو آزموینو څخه د کتنې پر مهال، ګډون والو ته په خطاب کې وویل: الله تعالی هره ورځ موږ او تاسو آزمویي، هر څوک چې په دې آزموینه کې بریالی شي، د الله تعالی د رحمت تر چتر لاندې راځي او څوک چې بې نتیجې شي، هغو ته به یې بدیل ور کړل شي.

نوموړي زیاته کړه: دغه آزموینه ستاسو لپاره د نظام د عالي رهبرۍ له لوري لوی شفقت دی او تاسو باید د دغه ستر نعمت شکر ادا کړئ.

په ورته مهال، د پوهنې وزارت نورو معینانو او یو شمېر مرکزي رئیسانو هم د هېواد په ولایتونو کې د ثانویه او مافوق ثانویه آزموینو بهیر له نږدې وڅاره.

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاویو د دغو آزموینو د روڼتیا او عدالت د تامین په موخه مسئولینو او لوړ پوړو څارونکو ته جدي لارښوونې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل چې په بشپړ ډول سره د آزموینې نظم او ډسپلین په پام کې ونیسي.

د يادونې وړ ده، چې د همدغو آزموينو لپاره ټولټال ٣٢ زره کسانو نوم ليکنه کړې وه او د یادو آزموینو لړۍ تېره ورځ (د ١٣٤٦ ه ق کال، رجب المرجب مياشتې په لسمه نېټه) پيل شوه، چې شپږ ورځې به دوام ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS