د پوهنې وزارت سرپرست د ښوونیزو چارو د څېړنې په موخه خوست ولایت ته ورسېد

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۱:۲۴
fsaf

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د هېواد سویلي ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په دوام، نن له خپل ځانګړي پلاوي سره خوست ولایت ته لاړ.

په پيل کې نوموړي د خوست ولايت له پوهنې رئيس، مسئولينو او کارکوونکو سره وکتل او په ټول هېواد کې يې د ماشومانو لپاره د متوازنو ښوونيزو آسانتياوو د برابرولو، د ښوونیزو پلانونو، پروګرامونو او د پوهنیز کيفيت لوړولو په تړاو د تفصیلي خبرو ترڅنګ، له هغوى وغوښتل، تر څو خپلې ورځنۍ چارې په پوره صداقت او اخلاص سره ترسره کړي.

همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست، د پوهنې له مسئولینو سره په ګډه، د یاد ولایت له "امداد العلوم"دارالعلوم، مرکزي دارالاېتام او نمونوي عالي لېسې څخه لیدنه وکړه؛ د زده کوونکو درسي بهیر او د استادانو د تدریس طریقې یې له نیږدې وکتلې او د یادو بنسټونو له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره یې، د هغوی ددرسي پروګرامونو، نظریاتو او ستونزو په اړه بحثونه او خبرې اترې وکړې.

په دغو ناستو کې نوموړي د پوهنې مسئولینو ته د اغېزناکو او ګټورو مشورو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د دوی د ستونزو د هواري په برخه کې به لازمې هلې ځلې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې دا مهال د خوست ولايت په "امداد العلوم"دارالعلوم کې، شاوخوا ۳۰۰۰ تنه طالب العلمان په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۵:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

"د هېواد د زیاتو سړو او سړو سیمو-- ولایتونو د مدارسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو د څلور نیم میاشتنیو آزموینو په تړاو"

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د لایحې له مخې، ټاکل شوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د آزموینو ملي ادارې رئیس د ننګرهار ولایت د پوهنې له مسئولینو سره وکتل

د آزموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني، د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست په دفتر کې، د یاد ریاست له مشرتابه سره وکتل.

په پیل کې د یاد ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۱:۲۴
Background image

د پوهنې وزارت سرپرست د ښوونیزو چارو د څېړنې په موخه خوست ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د هېواد سویلي ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په دوام، نن له خپل ځانګړي پلاوي سره خوست ولایت ته لاړ.

په پيل کې نوموړي د خوست ولايت له. . .

BACK TO NEWS