د پوهنې وزارت له لوري د سویې د تثبیت آزموینه واخيستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۹ - ۱۱:۴۸

د افغانستان.ا.ا. د یوشمېر مجاهدینو څخه، چې خپلې زده کړې یې په شخصي توګه ترسره کړې وې، د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.

په یاده پروسه کې د کورنیو چارو وزارت له ۴۲۵ تنو منسوبینو څخه، آزموینه واخیستل شوه.

د آزموينې بهير د قرآن کریم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شو، ورپسې د پوهنې وزارت د آزموينو د کمېټې رئيس مولوي عبدالواحد واحديار مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو پرمهال، د ياد بهير په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي له ګډون والو وغوښتل، ترڅو له شته فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي او د خپلو زده کړو د دوام لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت اداري معین مل پاسوال الحاج شیخ محمد طاهر حلیم او د یاد وزارت د ښوونیزو او تحصیلي چارو د انسجام رئیس لوی پاسوال مولوي محمد رحمان اخلاص، په خپلو خبرو کې د ښوونې او روزنې په ارزښت خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل چې د خپلو زده کړو په سر ته رسولو کې زیاتې هلې ځلې وکړي تر څو خپلو خلکو او هېواد ته د ښه خدمت جوګه شي.

په پام کې ده چې ګډون وال به له ارزونې او د معیاري نمرو له ترلاسه کولو وروسته، د ښوونځیو په لسم او یوولسمو ټولګیو کې شامل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

پکتیکا کې د زده‌کوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې د زده‌کوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو زده‌کوونکو خپلې بېلابېلې علمي او تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۵۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو او پوهنې کارکوونکو لپاره علمي برنامه جوړه شوه

د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ پوهنې آمریت لخوا، د یو شمېر ښوونکو او اداري کارکوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د «ښوونه او روزنه کې نوښت» تر سرلیک لاندې علمي برنامه جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او امل‍اکو د ساتنې او مراقبت رئیس د یوه دارالعلوم ترمیماتي پروژه وڅاره

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، له خپل مل تخنیکي پلاوي سره د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله علیه) له. . .

BACK TO NEWS