د پوهنې وزارت له لوري هلمند ولایت ته د ۶۰۰ سېټه مېزونو او څوکیو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۲:۴
رذ

د پوهنې وزارت له لوري د ښوونیزو اسانتیاوو لاپیاوړتیا او د ښوونیزو اړتیاوو حل کولو په موخه، د هلمند ولایت پوهنې ریاست ته د ۶۰۰ سیټه مېزونو او څوکیو وېش لړۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوه.
په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معینیت د خدماتو رئیس استاد حبیب‌الله خالد، د هلمند ولایت د پوهنې استازي او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون درلود.
د پوهنې وزارت د خدماتو رئیس وویل، چې د یاد وزارت له اساسي موخو څخه یو هم تعلیمي مرکزونو ته د ښوونیزو اسانتیاوو برابرول او د زده‌کوونکو لپاره د مناسب پوهنیز چاپېریال رامنځته کول دي.
نوموړي زیاته کړه: "د هلمند ولایت پوهنې ریاست لپاره دا ځل ۶۰۰ سېټه مېزونه او څوکۍ ځانګړې شوې، چې د اړتیا له مخې به د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو ته ووېشل شي."
همدراز نوموړي څرګنده کړه، چې د یادې لړۍ په یوه برخه کې ۵۰ پایې څوکۍ او ۱۰ پایې مېزونه د پوهنې وزارت د ساینس مرکز لابراتوارونو ته ځانګړي شوي، تر څو د ښوونکو او زده‌کوونکو د عملي تجربو اړتیاوې پرې پوره شي.
د هلمند ولایت د پوهنې استازي د پوهنې وزارت له دغې پروسې څخه د مننې ترڅنګ څرګنده کړه، چې د یادو مېزونو او څوکیو لېږد به د یاد ولایت د ښوونیز نظام د لامعیاري کېدو او پرمختګ لپاره بنسټیز ارزښت ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS