د پوهنې وزارت مالي او بودیجې کمېټې د یو شمېر ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره غونډه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۰:۱۷
12

د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري د رئیس مولوي صدرالدین سعد په مشرۍ، د یاد وزارت د مالي او بودیجې د کمېټې غونډه په داسې حال کې جوړه شوه، چې پکې د لوګر، میدان وردګ، کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو د پوهنې رئیسانو سربېره مالي او حسابدارۍ برخې آمرینو هم حضور درلود.

په غونډه کې د يادو ولايتونو پر مالي او بوديجوي مسایلو تفصیلي بحثونه ترسره شول.

د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئيس په خپلو خبرو کې وويل، چې د مالي، تدارکاتي او پوهنیزو پروژو اړوندو پلانونو د پلي کېدو په برخه کې د پرمختګ لپاره لازمه ده، چې د پوهنې مسئولین د ولايتونو له مشرتابه او اړوندو ادارو سره د مالي او حسابداري مسایلو په برخه کې د آسانتياوو برابرولو په موخه، قوي همغږي او همکاري رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پوهنې ریاستونو کلنۍ پروژې دې د اړتیا او اهمیت له مخې په دریو برخو ووېشل شي او هغو پروژو ته دې لومړیتوب ورکړل شي، کوم چې پلي کېدو ته یې لومړۍ اړتیا لیدل کېږي.

د غونډې ګډون والو د خپلو ولایتونو د بودیجې، مالي، تدارکاتو او نورو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله او په پای کې لازمې پرېکړې وشوې.

مراسم د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۱:۳۰
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت اټغر ولسوالۍ د پشي‌کاریز لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ښوونځي د تعلیمي شورا په مالي ملاتړ او د سیمه‌ییزو مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه.
د دغې ولسوالۍ پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۱:۲۶
Background image

د جوزجان ولایت په یو باب دارالحفاظ کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت د شبرغان ښار اړوند کوک‌ګنبد سیمې په ابوایوب انصاري دارالحفاظ کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۱:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو باب دارالحدیث بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتیا ولایت څمکنۍ ولسوالۍ اړوند د حقانیه مجیدیه دیني مدرسې لپاره د یو باب دارالحدیث بنسټ ډبره، د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لومړني لګښت، د یوه متدین او علمي شخصیت په مالي مرسته او د یاد. . .

BACK TO NEWS