پکتیا ولایت کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو باب دارالحدیث بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۱:۲۳
tr

د پکتیا ولایت څمکنۍ ولسوالۍ اړوند د حقانیه مجیدیه دیني مدرسې لپاره د یو باب دارالحدیث بنسټ ډبره، د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لومړني لګښت، د یوه متدین او علمي شخصیت په مالي مرسته او د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو له پوهنیز بهیر سره د خلکو د مالي همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې، یاد دارالحدیث به د ۳ میاشتو په موده کې په اساسي ډول جوړ او د سیمې لسګونو ماشومانو ته به د لوړو دیني زده‌کړو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS