په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې
د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي، چې شاوخوا ۳۷۵ تنه ښوونکي، مدیران او سرښوونکي او ۳۰۰ د ښوونیزو شوراګانو غړي ترې برخمن شوي دي.
د دغو پروګرامونو اساسي موخه د ښوونکو او د ښوونځیو مسوولینو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د تدریس او ښوونیز مدیریت د مهارتونو پیاوړتیا، د ښوونې او روزنې د لارو چارو ښه والی، د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونیزو شوراګانو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د مسلکي تجربو او معلوماتو د تبادلې لپاره د زمینې برابرول دي.
