د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس پکتیکا ته رسمي سفر وکړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۴۷
dsgwfs

د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس مولوي صدرالدین سعد، د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مالي، اداري، ساختماني پروژو د بیا کتنې، د ښځینه ښوونکو د کاري ساعتونو د تنظیم (تدریسي مسئولیت)، د ښوونکو د پور ورکولو صندوق رامنځته کولو، د مدارسو د طلابو د خوراکي توکو لپاره د اعاشې چمتو کولو، د لګښتونو او تدارکاتو هر اړخيزې څارنې په موخه، یاد ولایت ته ورسېد.

نوموړي د ياد ولایت له پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد او د یو شمېر کلیدو څانګو آمرینو سره په کتنه کې د خپل سفر پر موخو او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

په پیل کې د پکتیکا پوهنې رئیس د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د پلاوی د موخو د تطبیق په برخه کې د لازمو آسانتیاوو برابرولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پام کې ده چې د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس د يادو چارو تر ارزونې او دغه ولايت ته د پلاوي د سفر د پلان له تطبيق وروسته خوست ولايت ته په رسمي سفر ولاړ شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS