د پوهنې وزارت محترم سرپرست د کابل ښار په استقلال لېسه کې له څلور‌نیم‌میاشتنيو ازموینو څخه لیدنه وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۳۸
2415

د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني په ملتیا، په استقلال لېسه کې د زده‌کوونکو له څلورنیم‌میاشتنيو ازموینو څخه لیدنه وکړه او هغوی ته یې په خطاب کې وویل: "هر افغان ځوان باید د دیني او عصري علومو دواړو څانګو څخه خبر وي، ځکه چې دا هېواد له سختو مرحلو څخه تېر شوی او اوسمهال د ځوان نسل څخه د صادقانه پرمختګ او خدمت تمه لرو."
نوموړي زیاته کړه: "دیني علوم زموږ د ژوند اصلي هدف دی او عصري علوم زموږ اړتیا ده. په دې توګه، موږ باید خپل هېواد د بهرنیانو له اړتیا څخه وژغورو او افغانستان په وقار، خپلواکۍ او پرمختګ سره جوړ کړو."
د پوهنې وزارت محترم سرپرست زده‌کوونکو ته توصیه وکړه چې د علومو په زده‌کړه کې ډېره هڅه وکړي، خپل وخت مطالعې، درسونو او علمي نوښتونو ته وقف کړي او د پوهې تر لاسه کولو په لاره کې له هېڅ راز هلو ځلو څخه درېغ ونه کړي.
ورپسې د کابل ښار پوهنې محترم رئیس هم د پوهنې وزارت د محترم سرپرست څخه د یادې لېسې د لیدنې او د لارښوونې له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دوی به د دې وزارت د مشرتابه د امرونو، پلانونو او پرېکړو پلي کولو لپاره لازیاتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS