د پوهنې وزیر په رسمي سفر زابل ولایت ته لاړ
د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیبالله آغا د یوه رسمي سفر په ترڅ کې زابل ولایت ته ورسېد او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، مسوولینو او کارکوونکو سره په لیدنه کې د ښوونیز بهیر لا ښه والي اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزه وینا وکړه.
په پیل کې د زابل پوهنې رئیس د پوهنې محترم وزیر ته ښه راغلاست ووایه او د اړوند ریاست د فعالیتونو، لاسته راوړنو او شته ستونزو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
وروسته د پوهنې محترم وزیر په خپلو خبرو کې د یاد ولایت د پوهنې له کارکوونکو او منسوبینو وغوښتل چې د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم له مخې د خپلو مشرانو له لارښوونو بشپړ اطاعت وکړي او خپلې دندې د اخلاص، متقابل درناوي او مسوولیت احساس په فضا کې په غوره توګه ترسره کړي.
