د پکتیا ولایت ښوونځیو لپاره د درسي موادو وېش پیل شو

د پکتیا ولایت د ښوونکو او زدهکوونکو لپاره د ۲۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د درسي کڅوړو وېش لړۍ، د یاد ولایت پوهنې رئیس او چارواکو په حضور کې پیل شوه.
په دغو موادو کې د لومړنۍ دورې ښوونځیو زدهکوونکو او ښوونکو لپاره د ښوونیزو موادو ۴۲۵۰ کڅوړې شاملې دي، چې د پوهنې سره د یوې همکارې ادارې لخوا چمتو او ټاکل شوې ده، د ښوونځیو ښوونکو او زدهکوونکو ته ووېشل شي.