د پکتیکا ولايت یحییخېلو ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د پکتیکا ولایت د یحییخېلو ولسوالۍ پوهنې آمریت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت کېښودل شوه.
یاده ودانۍ به په خامه بڼه جوړه شي، چې په بشپړېدو سره به یې د دغې ولسوالۍ د پوهنې آمریت اداري چارو په چټکتیا او ښه ترسره کېدو کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
