د پکتیکا ولایت د تعلیمي مرکزونو ۶۲ تنو اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۵۰
sad

یاد سیمینار چې د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست لخوا د اداري پروسو سره د اجرایوي مدیرانو او نورو اداري منسوبینو د بلدتیا او د دوی د کاري مهارتونو لاښه والي په موخه تنظیم شوی و، د یاد ریاست د دوو تجربه لرونکو کارکوونکو لخوا تدریس او د رسمي مکتوبونو او مکاتیباتو، د اسنادو مدیریت او د اداري پروسو ښه کولو په څیر موضوعاتو په اړه بحث وشو.

د یادونې وړ ده چې ګډون‌والو د پوهنې وزارت د مشرتابه ستاینه وکړه، په راتلونکي کې یې د ورته روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو غوښتنه وکړه، ترڅو هغوی وکولی شي خپلې دندې په اغېزمنه توګه ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS