د پکتیکا ولایت په خصوصي تعلیمي بنسټونو کې د ۳۰۰۰ تنو بې وزلو زده کوونکو لپاره د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۱:۴۹
25

د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست او د دغه ولایت په مرکز او ۲۴ ولسوالیو کې د خصوصي ښوونځيو او ښوونیزو کورسونو د مؤسسینو ترمنځ د یو هوکړه لیک له مخې، ۳ زرو تنو هغو معلولینو، یتیمو او بې وزله زده کوونکو ته چې د فیس د ورکړې توان نه لري؛ په ژمنیو کورسونو کې ورته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه.

د پکتیکا پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد په دې موخه جوړې شوې غونډې ته څرګنده کړه: پوهنې وزارت او د خصوصي تعلیمي مرکزونو مؤسسین د هېواد د راتلونکو نسلونو ښوونې او روزنې په برخه کې دروند دیني او ملي مسئولیت لري؛ تر څو د هیواد بچیانو ښوونې او روزنې په برخه کې هلې ځلې وکړي.

له بلې خوا د خصوصي ښوونځيو او کورسونو مؤسسینو او استازو ژمنه وکړه چې د بې وزلو ماشومانو د زده کړې په برخه کې به د پوهنې له رياست سره هراړخیزه همکاري کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

د غزني ولایت ښوونځیو ته مرستندویه درسي توکي ووېشل شول

د غزني ولایت زده‌کوونکو او ښوونکو ته د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مرستندویه درسي توکو وېش لړۍ پیل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، په دغو مرستو کې د زده‌کوونکو او ښوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې د ښوونځیو څلورنیم‌میاشتنۍ ازموینې پیل شوې

 د پوهنې وزارت د ښوونیزې لایحې له مخې، نن د چنګاښ میاشتې په ۱۵مه د ملک په سړو سیمو او ولایتونو کې له څلورم څخه تر دولسم ټولګي پورې د زده‌کوونکو څلورنیم‌میاشتنۍ ازموینې، د هغوی د ښوونیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

په هرات ولایت کې له یوه ښوونځي سره د مېزونو او څوکیو مرسته وشوه

د هرات ښار د خیریه چارو او د پوهنې ملاتړي حاجي امین‌الله امیني له لوري، د یاد ولایت د مرکز هاتفي لېسې ته ۸۰ پایې مېزونه او څوکۍ چې ارزښت یې ۲۰۰ زره افغانۍ کېږي، ډالۍ کړې.
د هرات پوهنې. . .

BACK TO NEWS