په سړو سیمو او ولایتونو کې د ښوونځیو څلورنیم‌میاشتنۍ ازموینې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۳۰
frtuy

 د پوهنې وزارت د ښوونیزې لایحې له مخې، نن د چنګاښ میاشتې په ۱۵مه د ملک په سړو سیمو او ولایتونو کې له څلورم څخه تر دولسم ټولګي پورې د زده‌کوونکو څلورنیم‌میاشتنۍ ازموینې، د هغوی د ښوونیز او روزنیز پرمختګ ارزونې په موخه پیل شوې.
د یادو ازموینو لپاره د ښوونځیو مسوولینو د اړوندو ولایتي پوهنې ریاستونو په همکارۍ له وړاندې ټول لازم چمتووالی نیولی، ترڅو ازموینې په بشپړ نظم، روڼتیا او د زده‌کوونکو د دقیقې ارزونې له اصولو سره سم ترسره شي.
 په همدې موخه د پوهنې رئیسانو او د څارنې برخې آمرینو له بېلابېلو ښوونځیو څخه لیدنې وکړې او د ازموینو بهیر، نظم او انضباط یې له نږدې وڅاره.
مسوولینو د خپلو خبرو پر مهال له ښوونکو وغوښتل چې د ځواب‌پاڼو په ارزونه کې عدالت او روڼتیا په بشپړه توګه مراعات کړي.
دغه راز هغوی زده‌کوونکي د ازموینو د اصولو او مقرراتو رعایت ته وهڅول او ترې یې وغوښتل چې له بشپړ چمتووالي سره ازموینو ته حاضر شي.
د ولایتي پوهنې ریاستونو د رارسېدلو راپورونو له مخې، د ازموینو لومړۍ ورځ په ارامه او خوندي فضا کې د ټاکل شوې کړنلارې سره سمه په بریالیتوب  سره پلې شوه.
د یادونې وړ ده چې له لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې د زده‌کوونکو ازموینې به د چنګاښ په ۲۵مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر پایه به دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس سرپل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا د لوی رئیس الحاج مولوي اول‌ګل ایوبي په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي سرپل ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې ریاست له چارواکو، د ښوونکو د مسلکي پراختیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۳۶
Background image

د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکورازموینې پایلې اعلان شوې

د ملک د ټولو ولایتونو د مدارسو او ښوونځیو فارغانواړوند ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموینې پایلې، د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ازموینوملي ادارې لوی رئیس شیخ عبدالباقي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۴۴
Background image

په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي اړوند زاړه مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ اړوند نوشهر لېسې ۱۵۰ پایې زاړه مېزونه او څوکۍ د سیمې د خلکو په مالي مرسته، چې ۷ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی، ترمیم او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS