د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت د پوهنې د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نورالله (منیر) صاحب پیغام

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۳ - ۹:۵۶

تر هر څه نه مخکې د ښوونکي د ورځې یا په بل عبارت د هیواد د بچیانو د راتلونکې د رښتیني معمار د ورځې مبارکي د نړۍ په ځانګړې توګه د هیواد ټولو ګرانو ښوونکو،استادانو او مدرسینو ته د زړه له کومې وایم.

هغه ښوونکي چې له بې شمیره ستونزو او ګواښونو سره سره یې د صبر او ثبات لوړې څوکې فتح کړی دي او د دې خاورې د مستقبل جوړونکو بچیانو د ذهنونو د تنویر او روښنايي لپاره دوامداره او نه ستړې کیدونکې هڅې کوي او مخ په وړاندې درومي.

په ټولنه کې د زیارکښو ښوونکو د عالي مقام او مقدس مسلک د پیژندلو په منظور به دا کافي وي چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم)د هغه مبارک حدیث یادونه وکړو چې فرمايي:

(انما بعثت معلمًا)

یعني په تحقیق سره زه ښوونکی را لېږل شوی یم.

نو په همدې اساس اجازه راکړئ ترڅو یو ځل بیا تاسې ته ستاسې د لوړ مقام، ویاړلي موقف او ستر عظمت چې الله تعالی تاسې ته در بښلی دی، تبریکي ووایم.

واقعًا تاسې ټول هغه معظم شخصیتونه یاست چې له بې شمیره ستونزو سره سره مو د خپل مقدس مسئولیت په اداء کولو کې چې د هیواد د بچیانو سالمه روزنه او ښوونه ده، په ټولنه کې خپل عالي مقام او موقف په اثبات رسولی دی او ستاسې د دې نه ستړې کیدونکو هلو ځلو په نتیجه کې زمونږ د ګرانو خلکو په مخ د سالمې ښوونې او روزنې روښانه دروازې پرانیستل شویدې.

زه پوهیږم نن ورځ چې تاسې له کومو ستونزو او کړاوونو سره مخ یاست، ستاسې د تعلیم او تدریس سپیڅلی او مقدس مسئولیت اغیزمن شویدی، همدارنګه تاسې له پوره معاش او امتیازاتو څخه چې تاسې ته د صادقانه خدمتونو په بدل کې لازم دي، بې برخې یاست.

خو تاسې ګرانو ښوونکو ثابته کړه چې ددې خاورې د بچیانو د تعلیم او تربیې په لاره کې له هیڅ ډول هڅو او هلوځلو څخه نه شاته کیږئ او هيڅ شی تاسې له خپلې سپیڅلې دندې څخه را ګرځولای نه شي.

ګرانو او محترمو استادانو!

د پوهنې د وزارت مشرتابه په پوره اهتمام او جدیت سره ستاسې د مخلصانه هلوځلو اوخدمتونو چې د بې شمیره ستونزو سره سره یې تاسې سرته رسوئ، په احسنه طریقه قدرداني کوي.

ستاسي د اقتصادي حالت پیاوړتیا همیشه ددې وزارت د مشرتابه د پاملرنې عمده ټکی دی او په دې لاره کې له هيڅ ډول کوښښ او تلاش څخه ځان نه سپموي.

د پوهنې وزارت یوځل بیا دا ژمنه تجدید او تکراروي چې د یو مسئول ملي بنسټ په توګه به د اسلام د مقدس دین د اساساتو، په هیواد کې د حاکمو قوانینو او ملي کلتور د رعایت په رڼا کې به له هر ډول سیاسي تمایلاتو، تبعیض او توپیر څخه پرته د هیواد په ګوټ ګوټ کې د متوازنې او سالمې ښوونې او روزنې په لاره کې د خپلو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن وي.

همدارنګه د ا.ا.ا د پوهنې وزارت مشرتابه د هیواد له ټولومحترمو علماء کرامو، ملي او علمي شخصیتونو، ولسي مشرانو او ټولو هیواد والو څخه په درنښت هیله کوي چې د ښوونکو، زده کوونکو او د پوهنې وزارت د منسوبینو او حریم په امنیت او مصئونیت کې په پوره جدیت سره هلې ځلې وکړي، ترڅو د الله تعالی له دربار څخه د دنیا او آخرت ستر اجر لاس ته راوړي.

په درنښت

شیخ الحدیث مولوي نورالله( منیر)

دپوهنې وزارت سرپرست وزیر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۲۴
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۳۰۰ زره افغانیو څخه په زیات لګښت د یوې دیني مدرسې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیکا ولایت جاني‌خېلو ولسوالۍ اړوند نعمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ د ۳۴۵ زره افغانیو په لګښت د خلکو په مالي ملاتړ جوړه او د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۲۴
Background image

د کاپیسا ولایت یو باب ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو څاه وکیندل شو

د زده‌کوونکو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو لپاره، د کاپیسا ولایت د مرکز محمود راقي ښار په عبدالله شهید عالي لېسه کې د یوې همکارې ادارې لخوا د ۶۵ متره په ژوروالي د څښاک پاکو اوبو څاه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۲۴
Background image

په بامیان ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بامیان ولایت پوهنې ریاست په ۱۴۰۴ لمریز کال کې له ۳۴ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې ارزونې په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې، د پوهنې. . .

BACK TO NEWS