د کابل عالي مرکزي دارالحفاظ څخه ۱۵۳ تنه حافظان او طالب العمان فارغ شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۳۷
یبزشیب

د کابل عالي مرکزي دارالحفاظ څخه ۱۵۳ تنه طالب‌العلمان او حافظان نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. دغه مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.
د غونډې په پیل کې د یاد دارالحفاظ آمر مولوي غلام‌الرحمن منیب مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له فارغانو وغوښتل چې خپل علم د ټولنې د خدمت لپاره وکاروي او د قرآن کریم د پیغام خپرولو په برخه کې لا ډېر کوښښ وکړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین، الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده فارغانو ته مبارکي وویله او د علم ارزښت ته په اشارې سره وویل چې علم د هرې ټولنې اساسي اړتیا ده او ټولنو ته هوساینه، ثبات او رڼا وربخښي. نوموړي زیاته کړه چې قرآن کریم د انسان د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ بشپړ لارښود دی او انسان ته د سیاست، اقتصاد، اخلاقو او ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې ښه لارښوونه کوي.
دغه راز د اسلامې زده کړو معین د پوهنې وزارت د روانو اصلاحاتو او معیاري کولو یادونه وکړه او وې ویل چې د پوهنې وزارت د تعلیمي نظام په پیاوړتیا کې له پخوا زیات ګامونه اخیستي دي. د هغه په خبره، سږ کال په کابل کې د لسمو ټولګیو د معیاري ازموینو بهیر په بریالیتوب ترسره شو او دغه لړۍ به په تدریج سره نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
همدارنګه د اسلامي زده کړو معین له حافظانو وغوښتل چې یوازې په حفظ بسنه ونه کړي، بلکې د دیني او عصري علومو په دوامداره زده کړه کې هڅه وکړي ترڅو د ټولنې د رښتینې رڼا سرچینې وګرځي.
غونډه د دعائیې په ویلو سره په پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۵:۲
Background image

د غزني ولایت اوسېدونکو د پوهنې په برخه کې له ۱۸ مېلیونو افغانیو څخه ډېره مرسته کړې

د غزني ولایت پوهنې ریاست په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي؛ د یاد ولایت د اوسېدونکو په مالي ملاتړ سره، د ۱۴۰۴ کال په لومړیو نهو میاشتو کې یې د اجرستان، ناور او مالستان په ولسوالیو کې د ۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د پکتیکا ولایت په چهاربران ولسوالۍ کې د یوې مدرسې جوړېدلو لپاره درې جریبه ځمکه وقف او د ودانۍ جوړېدو کارونه یې پیل شول

د چهاربران ولسوالۍ د ابن‌عباس (رضی‌الله‌ عنه) مدرسې لپاره د ځایي خلکو له لوري درې جرېبه ځمکه وقف او په ورته مهال په کې د مدرسې لپاره نوې ودانۍ جوړېدو کارونه هم پیل شول.
په همدې مناسبت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۹:۴۵
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د یو ښوونځي لپاره د کمپیوټر زده‌کړې مرکز جوړ او تجهیز شو

د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ اړوند شهاب‌الدین لېسې لپاره د سیمه‌ییزو خلکو په شخصي لګښت د کمپیوټر زده‌کړې یو مرکز فعال او د ۴۵ زره ۹۸۰ افغانیو په لګښت د لمريزې برېښنا سیسټم هم ورته. . .

BACK TO NEWS