د کابل ولایت په اړوندو کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۵:۱۷
hg

د کابل ولایت چهار اسیاب ولسوالۍ اړوند "کاروان اسلامي" لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یو خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د ۱۱ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د پوهنې وزارت د تمویلوونکو او بهرنیو اړیکو رئیس محترم مولوي حسیب الله صاحب‌زاده، د جاپان سفیر، کابل ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالسلام شعیب، یو شمېر سیمه‌ییزو علماءکرامو او مخورو ګډون درلود.

د ښوونځي دغه نوې ودانۍ ۵ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، احاطوي دېوال، د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه، د لمریزې برېښنا سیسټم او ځینې نور اړین ملحقات لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS