د کابل ښار اړوندو ښوونځیو د زده کوونکو د ساینسي پروژو او علمي لاسته راوړنو (المپیاډ)پای غونډه ترسره شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
5165

نن د کابل ښار پوهنې ریاست د غونډ په تالار کې، د ښار اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو لپاره د ساینسي پروژو او لاسته راوړنو (المپیاډ) پای‌غونډې پرتمین مراسم، د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا، معینانو، ځینو مرکزي رئیسانو، د کابل ښار پوهنې رئیس، مسئولینو او مېلمنو په حضور کې ترسره شول. 
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د کابل ښار پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي جنت ګل عزیز په خپله پرانیستونکې وینا کې مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې علمي غونډې په تړاو ګډون والو ته مفصل معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د پوهنې محترم وزیر وویل: " ډېر د خوښۍ ځای دی، چې مونږ نن د ګرانو زده کوونکو له نوښتونو او ساینسي پروژو څخه لیدنه کوو، لله الحمد، اوسمهال په ټول هېواد کې پوره امنیت تامین او د بل هر وخت په پرتله د علمي پرمختګ لپاره پراخه زمینه برابره شوې او پر مونږ لازمه ده، چې د الله تعالی د ټولو نعمتونو شکر ادا کړو."
نوموړي زیاته کړه، چې ټکنالوژي او وسایل د اوسني ژوند جدي اړتیا ده او د ساینسي پروژو په برخه کې یې د ممتازه زده کوونکو له نوښتونو او هڅو ستاینه وکړه.
په ورته مهال، نوښتګرو زده کوونکو د پوهنې مشرتابه او چارواکو په حضور کې خپلې ساینسي پروژې نمایش ته وړاندي کړې، چې د مسئولینو له پاملرنې او تود هرکلي سره مخامخ شوې.
د مسئولینو په وینا، د کابل ښار اړوندو رسمي او خصوصي ښوونځیو ترمنځ د ساینسي پروژو او علمي لاسته راوړنو "المپیاډ" له جوړولو یې بنسټیزه موخه، په ټکنالوژۍ او ساینس برخه کې د هېواد د نویو نسلونو په ځانګړې توکه د نوښتګرو زده کوونکو هڅونه او د هغوی د علمي لاسته راوړنو پېژندل وو.
یاد مراسم ممتازو زده کوونکو ته د جایزو او ډالیو په وېشلو او دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۱:۵۲
Background image

د هرات ولایت په یو ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه وکیندل شو

د هرات ولایت کهسان ولسوالۍ اړوند اسلام‌قلعه لېسې د شورا غړو له لوري د ۸۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه تر کیندنې وروسته، د اوبو د یوه ټانکر په نصبولو سره ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

پروان ولایت کې د زده‌کوونکو روغتیا ساتنې په موخه روزنیزه ناسته ترسره شوه

د پروان ولایت په ښوونځیو کې «د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي» تر سرلیک لاندې څلور ورځنۍ روزنیزه ناسته د دغه ولایت د مرکز په شمول د سرخ پارسا او بګرام ولسوالیو د پوهنې آمریتونو۳۴ تنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۳۴
Background image

په هلمند ولایت کې د پوهنې آمریتونو اړوندو معتمدینو لپاره لارښوود غونډه جوړه شوه

د هلمند ولایت د ۱۸ ګونو ولسوالیو پوهنې آمریتونو اړوندو معتمدینو لپاره یوه ورځنۍ لارښوود غونډه ترسره شوه.

د پوهنې مسوولینو په وینا، په یاده غونډه کې ګډونوالو ته د توکو منظم ثبت، د شته. . .

BACK TO NEWS