د کابل ښار په حبیبیې او غازي عالي لېسو کې د زمري ۲۴مه(د فتحې ورځ) ونمانځل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۱
طظرزطظر

د زمري ۲۴مه؛ «د اسلامي امارت د م/جاهدینو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ» د کابل ښار د لومړۍ، دویمې، درېیمې او لسمې ښوونیزو ناحیو د رهبري او منسوبینو له لوري په غازي عالي لېسه، او د پنځمې، شپږمې، اوومې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو له لوري په حبیبیې عالي لېسه کې په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه.
په یادو مراسمو کې د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب‌الله صاحب‌زاده، د یادو ښوونیزو ناحیو مسوولینو، د ښوونځیو ګڼ شمېر ښوونکو، زده‌کوونکو او کارکوونکو ګډون درلود.
د کابل ښار پوهنې رئیس د یادو مراسمو پرمهال په جلا جلا ویناوو کې مېلمنو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د زمري ۲۴مې تاریخي ورځې رارسېدو له امله د افغانستان ټول مسلمان ملت ته مبارکي وویله او ویې ویل: «لله الحمد، اوس مهال په ټول ملک کې سراسري امنیت ټینګ شوی، د خلکو سر، مال او ناموس خوندي دي. د دیني زده‌کړو او ساینسي علومو ترمنځ واټن له منځه تللی، هرماشوم او ځوان او ته د علم د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده. موږ باید د دغو ټولو نعمتونو شکر ادا کړو، د علم په زده‌کړه، د علمي او اسلامي روحیې په لرلو د ځوان نسل په روزنه او د نوې ټکنالوژۍ او وسایلو په رامنځته کولو سره، دا ملت او خاوره د نړۍ په مخکښو ملتونو بدله کړو.»
د دغو شاندارو مراسمو نورو ویناوالو هم د زمري ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې له مهمو او تاریخي ورځو څخه وبلله او په هېواد کې یې د خپلواکۍ، ملي یووالي، سولې، ثبات او اسلامي ارزښتونو پر ساتنې ټینګار وکړ.
د مراسمو په لړ کې د ښوونځیو زده‌کوونکو په خپلو ویناوو، د علمي او ساینسي پروژو د نندارې، ترانو، بېلابېلو ورزشي، فرهنګي، علمي او ښوونیزو پروګرامونو له لارې دغو مراسمو ته ځانګړې ښکلا او رنګ ورکړ، چې د ګډونوالو له لوري یې تود هرکلی وشو.
یاد شانداره مراسم د پوهنیز نظام د لا پیاوړتیا او د هېواد د لا زیاتې سوکالۍ په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۰
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي بیارغونه ترسره شوه

د بلخ ولایت دولت‌اباد ولسوالۍ اړوند زادیان منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې د یوه همکار بنسټ په ملاتړ د یو میلیون او ۱۴۷ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د یادو چارو له بشپړېدو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې ۵ درسي ټولګي جوړ شول

د لوګر ولایت بره‌کي‌برک ولسوالۍ اړوند د چهل‌تن منځني ښوونځي لپاره ۵ نوي درسي ټولګي جوړ شوي دي.
د يادو ټولګیو جوړولو لپاره شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی، چې د ښوونځي مدیر، ښوونکو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

په خوست ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره ۱۱پایې کمپیوټرونه وپېرل شول

د خوست ولایت مرکز اړوند « دازاد مېنې ښوونځي» د ښوونیزې شورا لخوا د یاد ښوونځي لپاره ۱۱ پایې کمپیوټرونه د ۲۵ زره افغانیو په لګښت وپېرل شول.

BACK TO NEWS