د کابل ښار یو شمېر تعلیمي حوزو د دعوت او ارشاد نوي آمرین معرفي شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۴۷
515

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د کابل ښار اړوند اوومې، اتمې، لسمې او پنځلسمې تعلیمي حوزو د نویو آمرینو پېژندګلوۍ مراسم د پوهنې مسوولینو په حضور کې ترسره شول.
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مرستیال مفتي محمد ذاکر محمد په خپلو خبرو کې د دعوت او ارشاد پر ارزښت او اغېزمن رول ټینګار وکړ او له مسئولینو او کارکوونکو یې وغوښتل چې د دعوت او ارشاد د موخو د تحقق لپاره له نویو آمرینو سره بشپړه همکاري وکړي.
همدارنګه، د دعوت او ارشاد ریاست مدرس استاد قدرت الله نوري د راتلونکو فعالیتونو کاري پلان او د تعلیمي مرکزونو د څارنې او ارزونې کړنلاره تشرېح کړه او د دیني او روزنیزو پروګرامونو د اغېزمن تطبیق په برخه کې یې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۰
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي بیارغونه ترسره شوه

د بلخ ولایت دولت‌اباد ولسوالۍ اړوند زادیان منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې د یوه همکار بنسټ په ملاتړ د یو میلیون او ۱۴۷ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د یادو چارو له بشپړېدو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې ۵ درسي ټولګي جوړ شول

د لوګر ولایت بره‌کي‌برک ولسوالۍ اړوند د چهل‌تن منځني ښوونځي لپاره ۵ نوي درسي ټولګي جوړ شوي دي.
د يادو ټولګیو جوړولو لپاره شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی، چې د ښوونځي مدیر، ښوونکو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

په خوست ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره ۱۱پایې کمپیوټرونه وپېرل شول

د خوست ولایت مرکز اړوند « دازاد مېنې ښوونځي» د ښوونیزې شورا لخوا د یاد ښوونځي لپاره ۱۱ پایې کمپیوټرونه د ۲۵ زره افغانیو په لګښت وپېرل شول.

BACK TO NEWS