د کندهار ولایت پوهنې ریاست او پوهنتون ترمينځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۱۱:۵۵
د کندهار ولایت پوهنې ریاست او پوهنتون ترمينځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

 مه پوهنې وزارت، کندهار : د کندهار پوهنتون او پوهنې ریاست د مشرتابه له لوري د ګډ کار او همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د کندهار ولايت پوهنې رئيس پوهنیار محب احمد روښان، د یاد ولایت د پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل  انجینير شیرشاه رشاد او د پوهنځیو رئيسانو ګډون درلود.

د کندهار پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل انجینير شیر شاه رشاد وویل: یاد هوکړه لیک به ۵ کاله دوام مومي، چي اصلي موخه یې د سیمې ځوانانو ته په تحصیلي برخه کې د لازمو اسانتیاو رامینځته کول دي،
همدارنګه د پوهنې رئیس د کندهار پوهنتون له رهبرۍ مننه وکړه، چي دوى سره په تعلیمي بهیر کې همکاري کوي.

نوموړي زیاته کړه، له شته امکاناتو څخه به په سمه توګه استفاده وکړي، ترڅو د ادارې د پياوړتيا لپاره ښه زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS