د کوچیانو زده کړیزې مقررې مسوده د وروستۍ کیدو او عدلیه وزارت ته یې د استولو پرسر تر بحث او څیړنې لاندې ونیول شوه

media-moe
جمعه ۱۳۹۹/۳/۱۶ - ۱۷:۲۶
مسوده مقرره تعلیمات کوچی‌ها جهت نهایی سازی و ارسال به وزارت عدلیه مورد بحث و بررسی قرار گرفت

پوهنې وزارت: د جوګیانو، کوچیانو،ایلاقو د زده کړیزې طرحې مقررې مسوده د وروستۍ کیدو لپاره عدلیه وزارت ته استول کیږي پوهنې وزیر ښاغلي محمد میرویس بلخي د مسودې تر اوریدو ورورسته چی د پوهنې وزارت د علمي شورا د دارالانشاه لخوا ولوستل شوه د خپلو نظریاتو په ورکولو سره یې د ورستۍ کیدو لپاره اړونده مرجع ته لازمې سپارښتنې ورکړې. د دغه غونډې د پریکړې سره سم د پوهنې وزارت علمي شورا دارالانشاه ته دنده وسپارل شوه تر څو د اړونده مرجع سره په همغږۍ کې د نومووې مسودې چارې د یوې اوونۍ په موده کې وروستۍ کړي. تر څو دغه تقنیني سند د قانوني پړاو څخه وروسته عدلیه وزارت ته وسپارل شي د جوګیانو،کوچیانو او ایلاقو د زده کړو پروګرام د پوهنې وزارت د لومړیتوبونو څخه دی چې د معارف د لسیزې په سند کې هم د نوموړو قومونو د زده کړیزو برنامو د وضعیت د ودې او ښه کیدو لپاره غوڅ اقدامات وړاندې شوي وو په نوموړې غونډه کې چې د پوهنې وزیر ښاغلي محمد میرویس بلخي په ریاست تر سره شوه د پوهنې وزارت د معیینانو سر بیره مرکزی رییسانو هم ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS