رسنیز بلنلیک
په پام کې ده، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور آزموینې ممتاز زده کوونکي د پوهنې وزارت د مشرتابه مقام له لوري، د افغانستان.ا.ا. د عالي رتبه مېلمنو په حضور کې وستایل شي.
وخت: د ۲۲/۱/۱۴۴۶ هـ ق (۷/ ۵/ ۱۴۰۳لمریز کال)، یکشنبې ورځ، له غرمې مخکې د سهار ۱۰:۳۰بجې.
ځای: د پوهنې وزارت د ساینس مرکز تالار، غزني سرای، د کابل ښار پوهنې ریاست ته څېرمه، کارته ۴.
د ټولو رسنیو محترمو خبریالانو ته په ډېر درنښت بلنه ورکول کېږي، تر څو د یادو مراسمو په خبري پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړي.
والسلام
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست