د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۲:۷
12

له شنبې ۱۴۴۶/۱/١٤هجري قمري تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱/١٩هجري قمري (د چنګاښ میاشتې له٣٠مې نېټې د زمري تر ٤مې ۱۴۰۳/ لمریز).

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو تېره اوونۍ د کابل ښار اوومې ښوونیزې ناحیې اړوند د برېښناکوټ، واصل آباد له رسمي ښوونځيو او د جاذبي(رح)

، میرواعظ کابلی، شمشاد نمبر٢، جهان نمبر ١٠، سبزنګر او تنویرنمبر٣ خصوصي ښوونځيوڅخه لیدني وکړې.

د دغو لیدنو په ترڅ کې د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د یادو ښوونیزو بنسټونو آمرینو ته «د اساسات الاسلام کتاب» د تدریس لړۍ پر تطبیق ټینګار وکړ او د همدغو ښوونځیو مسئولینو او زده کوونکو ته يې د ديني لارښوونو ترڅنګ، له هغوی وغوښتل، تر څو خپل صورت او سیرت د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» په سنتو برابر او همدارنګه د دیني درسونو په حلقو کې په جدي ډول برخه واخلي.

په ورته مهال، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست ته له کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې:

په تېره اوونۍ کې د پوهنې وزارت د عوت او ارشاد ریاست د مسئولینو له لوري د یاد وزارت د مرکزي هستې اړوندو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه وه.

په ورته مهال د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو په تیره اوونۍ کي د آتمې، نهمې، لسمې، یوولسمې، دولسمې او پنځلسمې ښوونیزو ناحیو له مسئولینو سره په کتنه کې د کتاب اساسات اسلام پر تدریس او زده کړې ټینګار وکړ.

دغه راز په تېره اوونۍ کې هم د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه، له ټاکل شوي مهالوېش سره سم هره ورځ د مرکز او ولایتونو په ښوونیزو بنسټونو کې دیني درسونو دوام درلود او د یاد ریاست د مبلغینو له لوري د هغوی درسي بهیر هم له نيږدې څارل شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS